slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف په یوه مقاله کې ټینګار کړی، چې د افغانستان له فعال ګډون پرته د مرکزي اسیا تلپاتې پرمختګ امکان نه لري.

میرضیایف وړاندیز کړی، چې افغانستان دې د مرکزي او سویلي اسیا په نښلوونکي پل بدل شي، د نوموړي په اند د افغان-ترانس پروژه کولای شي سوداګري او سیمه‌ییز اتصال پیاوړی کړي.

د اوزبیکستان ولسمشر څرګنده کړې چې سیمه‌ییز هېوادونه باید په سیمه‌ییزو او نړیوالو بهیرونو کې د افغانستان دومداره ګډون په رسمیت وپېژني، تر څو د سیمې ثبات او پرمختګ پیاوړی شي.