slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

تېره شپه د یوې بجې په شاوخوا کې، د افغانستان شمالي ولایتونه د زورورې ځمکلړزې له امله ولړزیدل.

د عامې روغتیا وزارت وایي، تر شلو ډېر کسان شهیدان او تر درېیو سوو او شلو زیات نور ټپیان شوي دي. دا شمېرې لا هم د بدلون په حال کې دي، ځکه د ژغورنې ټیمونه لا هم په سیمو کې بوخت دي.

د وروستیو راپورونو پر اساس په سمنګان ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ژغورونکي ټیمونه  خلم ولسوالۍ ته رسېدلي او د ټپیانو  انتقال او لومړنیو روغتیايي مرستو چارې یې پیل کړې دي.

بل خوا د برېښنا شرکت اعلان کړی چې د ځمکلړزې له امله له ازبکستان او تاجکستان څخه واردېدونکې برېښنا مزي پرې شوي، او له همدې کبله د کابل، بغلان، پروان، پنجشېر، لوګر، پکتیا، غزني او میدان وردګ ولایتونه له برېښنا بې‌برخې دي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد د ځمکلړزې له امله د خلکو پر مرګ‌ژوبلې ژوره خواشیني ښودلې او ویلي یې دي، چې اړوندې ادارې د ژغورنې او مرستو رسولو په چارو بوختې دي.

د ملي دفاع وزارت د الفتح قول اردو انجینري ټیمونو د تاشقرغان تنګي هغه لار هم بېرته خلاصه کړې، چې د زلزلې له امله بنده شوې وه.

چارواکي وایي، هڅې دوام لري څو ژر تر ژره زیانمنو شویو ته مرستې ورسېږي.

د یادونې ده، څو میاشتې وړاندې هم د هېواد ختیځ ولایتونه د ورته خونړۍ ځمکلړزې  شاهدان وو، چې له کبله یې زرګونه کسان مړه او ټپیان شوي.