خوست کې د اورلګيدنې مدريت وايي چې تير کال يي ۴۳ پښي قابو کړي چې ۵۰۰ ميلونه افغانيو په ارزښت پانګونه ژغورل شوي.
د امنيه قوماندانۍ اړوند د اورلګيدنې مدريت وايي نه پريږدي چې اورلګیدنه خلکو ته مالي او ځاني زيانونه واړوي، د ياد مدريت د معلوماتو له مخې تير کال يي ۴۴۳ پيښو ته رسيندنې کړي او د ۱ مليارد افغانيو په ارزښت يي د خلکو مالي ژغورنه کړي.
راپور
هغه غږ چې دخلکو انديښنې ورسره راپاريږې، خو موخه يي د خلکو د ځاني او مالي زيان مخنيوی دی.
د خوست امنيه قوماندانۍ اړوند د اوروژني مدريت ، دلته مسولين د خپلو چټکو اقداماتو خبره کوي دوی وايي تير کال ۴۳ طبعي پيښو سره مخ شوي چې په وخت ورته رسيندنه شوي چې ورسره يي د نيم مليارد افغانيو په ارزښت د خلکو پانګونه ژغورل شوي.
د اور وژني مدريت له لوري پيښو ته په وخت رسيدنه او د خلکو د ځاني او مالي زیانونو مخنيوی هغه څه دي چې خوستي ولسونو له اړونده مسوولینو خوښي څرګندوي ، او له دوی غواړي چې خپلې چاري لکه د تير په څير چټکې او متوجه اوسې.
د اوروژني ډله ، دغه کسان شپه او ورځ د ولسونو د خدمت په پار چمتو وي ، له اورونو سره مقابله کوونکي دغه ډله له عامو خلکو غواړي چې پيښته د رسيدو په وخت دي له دوی سره هکاره شي.
امنيه قوماندانۍ اړوند د اوروژني مدريت د معلوماتو له مخې دوی هڅه کوي چې د مرکز سربيره ولسواليو ته هم خپل خدمات وغځوي ترڅو د خلکو ستونزي په وخت سره حل شوي وي.
راپور: شیرین درمان