slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو د کشفي اطلاعاتو پر بنسټ په جلا جلا عملیاتو کې ۱۱ تنه شکمن کسان نیولي دي.

د چارواکو په وینا، له نیول شویو کسانو سره ۱۲۶۷ زیکب نشه‌يي ګولۍ، ۱۴۰ دانې تابلیت‌کا، ۸ کیلوګرامه چرس او ۲۰۰ ګرامه شیشه هم ترلاسه شوي دي.

یاد عملیات د ولایت په بېلابېلو سیمو کې ترسره شوي دي او مظنون کسان د نشه‌يي توکو د پلور، قاچاق او خپرولو په تور نیول شوي چې دا مهال تر جدي پوښتنو لاندې دي.

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت ټینګار کوي چې د دې لړۍ شدت به نور هم ډېر شي او تر هغې به دوام وکړي، څو ټولنه له دې ناورین څخه بشپړه خلاصه شي.

مسؤلین زیاتوي چې نیول شوي کسان به تر بشپړو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي، تر څو له قانون سره سم ورسره چلند وشي.