slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د غزني امنیې قوماندانۍ وايي چې د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو یو درې کلن ماشوم ـ چې د کابل له پل محمود خان سیمې څخه وړمه شپه تښتول شوی و ـ په غزني ولایت کې په ځانګړو عملیاتو کې ژغورلی دی.

د خبرپاڼې له مخې، ماشوم هغه مهال تښتول شوی و چې تښتوونکي د هغه له کورنۍ څخه د لوړې پیسې غوښتنه لرله. د کورنۍ د شکایت له ثبتېدو وروسته، امنیتي ځواکونو د سیمې د استخباراتي معلوماتو پر اساس په غزني کې د شکمن ځای په نښه کولو لپاره عملیات پیل کړل.

سرچینې وايي چې د غزني امنیې قوماندانۍ سرپرست او د امنیت آمر الحاج ملا محمد قاسم حقمل په مستقیمه توګه د عملیاتو مشري کړې وه.
د امنیتي ځواکونو د چټکو هڅو په نتیجه کې تښتوونکی نیول شوی او ماشوم بې‌له زیانه خپل کورنۍ ته سپارل شوی دی.

امنیتی چارواکي وایي چې په وروستیو میاشتو کې د انسان‌تښتونې یو شمېر پېښې ثبت شوې، خو زیاتوي چې د دغو قضیو مخنیوي او د مجرمانو د نیولو لپاره په ټول هېواد کې ځانګړي عملیات روان دي.

امنیتي سرچینو ټینګار کړی چې هېچا ته به د تښتونې، باج‌اخیستنې او ورته جرمونو اجازه ورنه کړي او هغه کسان چې د ماشومانو ژوند او مصؤنیت ګواښي، قانوني تعقیب به یې حتمي وي.