هرات کې لس نوې فابریکې پرانیستل شوې چې له امله یې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابریږي
د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې لس نوي تولیدي شرکتونه رسماً پرانیستل شول. یادو مراسمو کې د هرات والي شیخ مولانا نور احمد اسلامجار، د صنعت او سوداګرۍ مرستیال وزیر مولانا احمدالله زاهد، یو شمېر دولتي چارواکي او د خصوصي سکتور استازي برخه وال وو.
د چارواکو په وینا، پرانیستل شوې فابریکې به د سلګونو کسانو لپاره د کار زمینه برابره کړي او د سیمې سلګونه کورنۍ به له اقتصادي ستونزو وژغوري. شیخ اسلامجار د هرات صنعتي پرمختګ د ټول افغانستان لپاره د هیلو یو مهم لوری وباله.
د صنعت او سوداګرۍ مرستیال وزیر مولوي احمدالله زاهد ټینګار وکړ چې د اقتصادي خپلواکۍ لپاره باید پر کورني صنعت تکیه وشي او د ځان بسیاینې پروسې ته وده ورکړل شي.
د هرات د صنایعو او کانونو د خونې مشر عبدالناصر امین زیاته کړه چې د ا.ا د واک ته رسېدو راهیسې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د فابریکو شمېر له ۱۲۰ څخه ۱۱۷۰ ته لوړ شوی دی.
په پرانیستل شویو نویو شرکتونو کې د ارمین فارما درمل جوړونې شرکت، د وحید سهیل طبي توکو تولیدي شرکت، د میهان ممتاز خوراکي توکو شرکت، د ګلبهار خوراکي صنایعو شرکت، د دیان هرات د اوړو شرکت، د بلال یوسف نظري د شیشې وړۍ تولیدي شرکت او د نوید اسحاق د چودن جوړونې شرکت شامل دي، چې ټولټال یې د ۶۰ میلیونو ډالرو څخه زیاته پانګونه کړې ده.