slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې د روسیې د ولسمشر ديميتري مېدوېديف د پاروونکو څرګندونو په غبرګون کې، یې دوه اټومي اوبتلونه د امریکا د ملي امنیت لپاره مهمو او مناسبو سیمو ته استولي دي.

ديميتري مېدوېديف، چې د ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۲ پورې د روسیې ولسمشر او تر ۲۰۲۰ پورې د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړې، تېره ورځ ټرمپ ته خبرداری ورکړی و، چې مسکو لا هم د شوروي دورې د اټومي برید وړتیاوې لري. هغه دا څرګندونې د ټرمپ له وروستیو سیاسي دریځونو او د ناتو د غړو هېوادونو په اړه د هغه د تبصرو په غبرګون کې کړي دي.

ټرمپ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، هیله لري چې د مېدوېديف څرګندونې یوازې یو ګواښ وي، نه عملي اقدام، خو ټینګار یې کړی چې د امریکا د ملي امنیت خوندیتوب ته ژمن دی. هغه زیاته کړه: "موږ به هېڅ ډول تهدید سپک ونه نیسو."

د یادونې وړ ده چې دا اقدام د نړیوالو اړیکو په ډګر کې جدي اندېښنې راپورته کړې دي، او شنونکي وايي چې دواړه لوري باید د تاوتریخوالي له زیاتوالي ډډه وکړي.

دا پېښه د نړیوالو سیاسي تودو بحثونو یوه برخه ده، چې ښايي د امریکا او روسیې اړیکې لا نازکې کړي.