د پکتیکا امنیه قومندانۍ د کمکي اختر په رارسېدا د پکتیکا اوسېدونکو ته په دې ولایت کې د امنیت ډاډ ورکړی.
د پکتیکا ولایت امنیه قومنداني ټولو هېوادوالو او په خاص ډول پکتیکاوالو ته د راتلونکي نېکمرغه کوچني اختر له رارسېدو سره سم د بشپړ ډاډمن امنیت د خونديتوب ډاډ ورکوي.
امنیه قومنداني مرکز ښرنه ښار او ولسوالیو کې د خلکو د توکو پېرلو او رانیولو پر مهال امنیتي منسوبین ګمارلي، ترڅو د اړتیا پر مهال له هغوی سره مرسته وکړي.
امنیه قومندانۍ دا راز له ولسونو ځانګړې غوښتنه کړي، ترڅو په ښار، بازارونو او لویو لارو کې د امنیتي منسوبینو غوښتنې او مقررات په نظر کې ونیسي او عملي یې کړي.