د لوګر والي له قومي مشرانو سره تعارفي ناسته وکړه
د لوګر والي قاري صلاحالدین ایوبي نن له غرمې مخکې له یو شمېر بانفوذه قومي مشرانو سره تعارفي ناسته وکړه او د همکاریو ژمنه یې وکړه.
په ناسته کې والي وویل، چې د اسلامي نظام له راتګ سره ټول اقوام متحد شوي او د اسلامي بیرغ تر سیوري لاندې راټول شوي دي. قومي مشرانو د نوي والي هرکلی وکړ، د اسلامي امارت ملاتړ یې څرګند کړ او ژمنه یې وکړه چې له چارواکو سره به په ټولو برخو کې همکاري کوي.
په غونډه کې مشرانو د خپلو سیمو ځینې ستونزې او اړتیاوې هم له والي سره شریکې کړې. والي هغوی ته ډاډ ورکړ چې مقام د ټولو لپاره پرانیستی دی او زیاته یې کړه: "موږ ستاسو د خدمت لپاره دلته یو."