slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د بلخ ولایت د مقام مرستیال، مولوي نورالهادي ابو ادریس وایي چې ډېر ژر به په دغه ولایت کې د یو شمېر مهمو رغنیزو پروژو عملي چارې پیل شي

نوموړي څرګنده کړې چې د مزارشریف له ښاره د بلخ ولسوالۍ تر څلورلارې د سړک جوړولو کار، له مزارشریف هوایي ډګر څخه تر حیرتان دوه‌لارې پورې د عمومي سړک جوړول، او همداراز د یادې لارې دوام تر بندري ښارګوټي حیرتان پورې، د دولت په پلان کې شامل دي او ژر به عملي شي.

د دغو پروژو په پلي کېدو سره به نه یوازې د ترانسپورت اسانتیاوې رامنځته شي، بلکې د بلخ ولایت د اقتصادي او سوداګریزو فعالیتونو د پراخېدو سبب به هم وګرځي.