پاشینیان : له اذربایجان سره د سولې لپاره د اړینو اصولو پر سر هوکړې ته رسېدلی یو.
د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان ویلي، هېواد یې له اذربایجان سره د سولې لپاره د اړینو اصولو پر سر هوکړې ته رسېدلی دی. پاشینیان دا خبرې د ارمنستان په پلازمېنه اریوان کې د اروپا د امنیت او همکارۍ په اړه د پارلماني غونډې په پرانیست غونډه کې وکړې. هغه وویل، "په هرصورت، دواړه هیوادونه د یو بل په درک او پوهیدو کې ستونزې لري ځکه چې دواړه په جلا او مختلفو ډیپلوماتیکو ژبو خبرې کوي." پاشینیان وویل، د ناګورنو قره باغ پر سر د دواړو هېوادونو تر منځ کړکېچ چې تر یو څه مودې مخکې پورې اوږد شوی اوس د ناڅرګندۍ د حالت نه وتلی دی. د يادونې وړ ده، چې پاشينيان دا څرګندونې د ملګرو ملتونو په نړيواله محکمه کې د اذربايجان پر وړاندې د ارمنستان له خوا د ثبت شوې دعوا د لومړۍ جلسې وروسته کړي دي. د ارمنستان لومړي وویل، ارمنستان او اذربایجان په متقابل ډول د یو بل ځمکنۍ د قزاقستان په پلازمینه الماتا کې لاسلیک شوې موافقتنامې ته ژمن دي. پاشینیان وویل، له اذربایجان سره د سولې لپاره د دریم اصل په توګه باید سیمه ییزې اړیکې د هېوادونو د حاکمیت، د حقوقو او برابرۍ پر بنسټ راژوندۍ شي.