slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د پنجشیر ولایت د امنیه قوماندان الحاج قاري احمدالله بدر په نوښت او لارښوونه، د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ د پرسونل لپاره نوې دیني او عصري مدرسه «جامعه دارالعلوم الاسلامیه اصحاب الصفه» پرانیستل شوه.

د مدرسې د پرانیستې مراسم د امنیه قوماندانۍ په جومات کې ترسره شول، چې پکې د ولایت امنیه قوماندان، مرستیالان، دیني عالمان او د قوماندانۍ سلګونه تنو منسوبینو ګډون کړی و.

په دغو مراسمو کې د ولایت امنیه قوماندان الحاج قاري احمدالله بدر وینا وکړه او د علم، تعلیم او معرفت پر ارزښت یې ټینګار وکړ. نوموړي زیاته کړه چې په «جامعه دارالعلوم الاسلامیه اصحاب الصفه» کې به د دیني علومو ترڅنګ، عصري مضامین لکه ساینس، کمپیوټر، عربي ژبه او نور اړین مهارتونه هم تدریس شي، څو زده‌کوونکي د زمانې له اړتیاوو سره سم، علمي او مسلکي وړتیا ترلاسه کړي.

الحاج قاري احمدالله بدر وویل:
"د اسلامي امارت هر مسئول باید د اداري مدیریت، سیاسي پوهې او ساینسي پرمختګ اړوند لازم مهارتونه زده کړي، ترڅو یې چارې د اسلامي نظام د پیاوړتیا او د ټولنې د سوکالۍ لپاره مؤثرې تمامې شي."