برېټانیا د غزې خلکو ته د ۲۷ میلیونه ډالرو بشري مرستې اعلان کړه.
د برېټانیا لومړي وزیر کېیر اسټارمر اعلان کړی، چې هېواد به یې د غزې د خلکو وضعیت ښهوالي لپاره ۲۷ میلیونه ډالره (شاوخوا ۲۰ میلیونه پونډه) مرسته برابره کړي.
د رویټرز د راپور له مخې سټارمر دا څرګندونې په مصر کې د نړۍ د مشرانو غونډې (شرمالشیخ سرمشریزې) په څنډه کې وکړې، چې هدف یې د غزې جګړې پای ته رسولو او سیمه کې د سولې د هڅو ملاتړ دی.
د برېټانیا لومړي وزیر وویل، دا مرسته به د یونېسف، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) او د ناروې د کډوالو شورا (NRC) له لارې هغو کسانو ته ورسېږي، چې له لوږې، خوارځواکۍ او روغتیايي ستونزو سره مخ دي.
اسټارمر ټینګار وکړ: «د غزې ولس د سختو شرایطو لاندې ژوند کوي، نړۍ باید د هغوی د ژغورنې او د ژوند د بنسټیزو اړتیاوو د برابرولو لپاره ګډې هڅې وکړي.»
برېټانیا همدارنګه اعلان کړی، چې د غزې د بیا رغونې او پرمختیا په اړه به د درې ورځنۍ نړیوالې غونډې کوربهتوب وکړي، چې په کې به د بېلابېلو هېوادونو استازي، د خصوصي سکتور غړي، د نړیوال بانک او د اروپا د بیارغونې او پراختیا بانک استازي ګډون ولري.
د یادونې وړ ده، چې دا مرستې او بحثونه د مصر د کوربهتوب لاندې د شرمالشیخ په سرمشریزه کې ترسره کېږي، چیرې چې د سیمې او نړۍ مشران د غزې د سولې، بیارغونې او بشري ملاتړ پر لارو چارو خبرې کوي.


