slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د افغانستان اسلامي امارت رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند او د مالیزیا  لومړي وزیر داتو محمد انور ابراهیم ترمنځ د تلیفوني خبرو پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو او سیمه‌ییزو موضوعاتو خبرې شوې دي.

د ریاس‌ت الوزرا مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، دواړو لوریو د اسلامي هېوادونو ترمنځ د یووالي او متقابل درناوي پر اړتیا ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې اسلامي هېوادونه باید د متقابل تفاهم له لارې ګډې ستونزې حل کړي.

ملا محمد حسن اخوند په خپلو خبرو کې د مالیزیا حکومت او ولس له مرستو او د افغانستان د واقعیتونو درک له امله مننه وکړه. نوموړي وویل، اسلامي امارت غواړي له ټولو اسلامي او سیمه‌ییزو هېوادونو سره د تفاهم او مثبت تعامل پر بنسټ اړیکې ولري.

د مالیزیا لومړي وزیر د افغانستان له رهبرۍ سره د اړیکو د پیاوړتیا هرکلی وکړ او څرګنده یې کړه چې هېواد یې چمتو دی د سوداګرۍ، تعلیم، روغتیا او بشري مرستو په برخو کې له افغانستان سره ګډې طرحې عملي کړي.

ده زیاته کړه، چې د مالیزیا حکومت به د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا او  خلکو د ژوند  ښه والي په برخه کې خپل انساني او تخنیکي ملاتړ ته دوام ورکړي.