ننګرهار ولايت کې ۳۷۰۰ کسانو ته حرفوي زدهکړې ورکړل شوې
د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي فریدالله وایي، د تېر کال راهیسې یې ۳۷۰۳ تنه په بېلابېلو حرفوي زدهکړو روزلي، او دا مهال شاوخوا ۹۰۰ تنه په عملي ډول روزنه ترلاسه کوي.
نوموړی وایي، تازه راستانه شویو کډوالو ته په هره برخه کې لومړیتوب ورکول کېږي. د ده په وینا، د ګلبهار خیریه بنسټ په مرسته د جلالاباد ښار کې د "کډوالو بازار" په نوم یو مارکېټ جوړ شوی، چې ۱۱ مستحقو کورنیو ته پکې سمبال دوکانونه ورکړل شوي دي.
په ورته وخت کې، د خیاطۍ او موبایل جوړونې زده کوونکي د شپږ میاشتنیو پروګرامونو خوښ دي او د دوام غوښتنه کوي.
له پاکستانه راستانه شوي کډوال وایي، له بېروزګارۍ سره مخ وو، خو اوس د ګلبهار بنسټ له مرستو وروسته د دوکاندارۍ زمینه ورته برابره شوې. دوی وایي، د یاد بازار له لارې یې ژوند ته نوی رنګ ورغلی.
په افغانستان کې د بېروزګارۍ له زیاتوالي سره، حرفوي زدهکړې د خلکو د بوختیا او ځان بساینې مهم فرصتونه ګڼل کېږي. چارواکي هڅه کوي چې دا ډول پروګرامونه پراخ کړي.