۶۰۰ پخوانیو اسرائیلي جنرالانو او امنیتي مشرانو د غزې جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه کړې
له اسرائیلو څخه د راپورونو پر بنسټ، له ۶۰۰ ډېر پخواني لوړپوړي نظامي او امنیتي چارواکي د غزې جګړې د ژر تر ژره پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.
دا چارواکي، چې د اسرائیلو پوځ، موساد، شینبت (د کورني امنیت ادارې) او پولیسو پخواني مشران دي، په یوه ګډ لیک کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتنه کړې چې د اسرائیل پر حکومت فشار واچوي.
په دغه لیک کې، چې د پخواني لومړي وزیر اهود باراک په ګډون ګڼو با نفوذه کسانو لاسلیک کړی، ټینګار شوی چې د غزې جګړه باید سمدلاسه ودرېږي، او دا جګړه نه یوازې د سیمې ثبات ته زیان رسوي، بلکې د اسرائیلو نړیوال حیثیت ته هم سخت تاوان اړوي.
لیک کې راغلي: "موږ، چې د امنیتي ځواکونو د رهبرۍ اوږد تاریخ لرو، باور لرو چې د غزې روانه جګړه نور باید پای ومومي. دا جګړه، چې له نږدې دوو کلونو راهیسې روانه ده، باید د نړیوالو فشارونو له لارې ودرول شي."
یاده جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له میاشتې راهیسې پیل شوې، چې په ترڅ کې یې غزه تر ډېره له خاورو سره برابره شوې او تر اوسه له ۶۰ زرو زیات فلسطینیان شهیدان شوي دي. بشري وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي، مرستې نه پرېښودل کېږي، او لوږه په پراخ ډول غزې ته خپره شوې، چې له امله یې د راپورونو له مخې لږ تر لږه ۱۸۰ کسان مړه شوي دي.
سره له دې چې نړیوال فشارونه ورځ تر بلې زیاتیږي، خو د اسرائیلي رژيم بریدونه لا هم روان دي، او د غزې مظلوم ولس بشري ناورین ته ورځ تر بلې نږدې کېږي.