لغمان کې ۱۷۶ اړمنو کورنیو ته د کورني اقتصاد د پیاوړتیا په موخه غواګانې ورکړل شوې
همدا نن دوشنبه په لغمان کې ۱۷۶ اړمنو کورنیو ته د کورني اقتصاد د پیاوړتیا په موخه هرې کورنۍ ته یوه غوا د انالوس مؤسسې له خوا وویشل شوه.
د دغو غواګانو د وېش په مراسمو کې د لغمان والي شیخ شېراحمد حقاني، د کرهڼې او مالدارۍ رئیس مولوي عبدالستار محمد، د اقتصاد رئیس مولوي جان محمد حامد، د انالوس مؤسسې مسؤلینو او د اړمنو کورنیو غړو ګډون وکړ.
د کرهڼې او مالدارۍ رئیس مولوي عبدالستار محمد څرګنده کړه، چې یادې ۱۷۶ کورنۍ د لغمان مرکز شپږو کلیو اوسېدونکي دي او د غواګانو ټول لګښت نږدې نهه میلیونه او ۸۶ زره افغانۍ ته رسېږي.
لغمان والي شیخ شېراحمد حقاني د غواګانو د وېش مرسته ډېره مهمه وبلله او ویې ویل، چې په دې مرسته به د بېوزلو کورنیو لومړني اړتیاوې پوره شي او شته ستونزې به یې تر یوه حده حل شي. نوموړي ډاډ ورکړ چې ولایتي اداره په راتلونکې کې هم ورته مرستو ته ژمنه ده او هڅې به وکړي ترڅو اړمنو ته په بېلابېلو برخو کې نورې مرستې هم ورسوي.
د مرستې ترلاسه کوونکو کورنیو غړو د دې اقدام هرکلی وکړ او ویې ویل، چې د غواګانو په مرسته به یې د کورنۍ اقتصادي وضعیت ښه شي او له شیدو او مستو به عاید ترلاسه کړي.
د کرهڼې او مالدارۍ ریاست په دې هڅه کې دی چې د کرهڼې تر څنګ د مالدارۍ په برخه کې هم خپلې هلې ځلې پیاوړې کړي، څو د خلکو اقتصاد وده وکړي.