شمالي کوریا له قید او شرط پرته د اوکراین په جګړه کې د روسیې ملاتړ کوي
د
شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سره په کتنه کې
ویلي چې له قید او شرط پرته په اوکراین کې د روسیې له بریدونو ملاتړ کوي،
څو مسکو روانه جګړه کې خپلو موخو ته ورسیږي. اون ویلي، باور لري چې روسان به « د هېواد د عزت او ګټو د دفاع په سپېڅلي ماموریت کې بریالي شي." د
روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې سرګي لاوروف د شنبې په ورځ د شمالي
کوریا له مشر سره کتلي دي. په ورته وخت کې تازه روسیې له مسکو څخه شمالي
کوریا ته د مستقیمو الوتونو د پیل اعلان هم کړی دی.