slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د پکتیا ولایت د امنیه قوماندان الحاج مولوي محمد عمر "مخلص" ته د غوره مدیریت، سالمې رهبرۍ او د هر اړخیز امنیت د ټینګښت په پار د ګردېز ښار د بېلابېلو اصنافو او اتحادیو استازو له لوري د درناوي او قدردانۍ په توګه لونګۍ ورپسر شوه.

دا ځانګړي مراسم چې د مدني ټولنو، سوداګرو، د اصنافو استازو او ولسي خلکو له خوا تنظیم شوي وو، د پکتیا د اوسني امنیتي وضعیت ستاینه پکې وشوه. ګډونوالو د امنیه قوماندان هلو ځلو وستایلې او دا وضعیت یې د مسوولانه مشرتابه پایله وبلله.

د اصنافو او اتحادیو غړو څرګنده کړه، چې د اسلامي نظام د ارزښتونو د خوندي ساتلو، ښاري نظم، او قانون د پلي کېدو په برخه کې به له امنیتي ارګانونو سره اوږه پر اوږه همکاري کوي.

په مراسمو کې امنیه قوماندان الحاج مولوي محمد عمر "مخلص" د ولس له اعتماد او تشویق مننه وکړه او ویې ویل:

«پکتیا زموږ ګډ کور دی، د دې خاورې د هر وګړي امنیت، عزت، او ذهني ثبات زموږ مسؤلیت دی.»

نوموړي زیاته کړه، چې د اسلامي نظام په برکت، نن پکتیا له یوه ثابت او باوري امنیت څخه برخمنه ده، او اوس باید ټول تمرکز د پراختیايي خدمتونو، ښاري نظم او ټولنیزې هوساینې پر لور واوړي.

مولوي مخلص ټینګار وکړ چې د اسلامي اصولو، عامه نظم، او ملي ګټو خوندي ساتل د دوی سرليکونه دي، او هیچاته به اجازه ورنکړي چې د نظام یا ولس پر وړاندې تخریبي کړنې ترسره کړي.

د غونډې په پای کې د امنیه قوماندانۍ د تأمیناتو مرستیال مولوي سنت‌الله نعیم، د جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیر مولوي بادشاه احمد، او د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې مدیر ښاغلي طالب حمزه ته هم د دوی د هڅو او امنیتي لاسته راوړنو په پار لونګۍ ورپسر شوې، چې د ولس له درناوي او ملاتړ څرګندونه یې کوله.