slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د عامې روغتیا وزارت وایي، په هېواد کې د رحم سرطان ناروغۍ د مخنیوي لپاره هڅه کوي چې عامه پوهاوی ډېر کړي. د یاد وزارت مسوولان وایي چې دا مهال په کابل، بلخ او هرات کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکزونه فعال دي. که څه هم د عامې روغتیا وزارت د رحم سرطان پر ناروغۍ د اخته ښځو د تازه شمېرو په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاتوي چې په ۲۰۲۰ کال کې په هېواد کې پر دغې ناروغۍ نږدې دوولس سوه ښځې اخته وې. دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړيوال سازمان د یوه راپور په خپرولو سره د دې ناروغۍ پر نه ختمېدو اندېښنه ښودلې ده او ویلي چې د بې وزلو هېوادونو ښځې او دغه راز د بډایو هېوادونو څنډې ته شوې ښځې له دې ناروغۍ ځورېږي.