slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د پکتیا امنیه قومندان شیرعلي "جندالله" د مرکز کابل او پکتیا ولایت له یو شمېر اهل تشیع مخورو او قومي مشرانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې لیدنه کې راغلو مشرانو نوموړي ته د نوي مسؤلیت مبارکي ورکړه او د خپلو خلکو له لوري یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ. هغوی ټینګار وکړ چې د اسلامي امارت تر قیادت لاندې د هېواد د امنیت، ثبات او سوکالۍ لپاره د امنیتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي.

مخورو د پخواني امنیه قومندان مولوي محمد عمر "مخلص" خدمتونه وستایل او هیله یې وکړه، چې د نوي امنیه قومندان تر مشرۍ لاندې به دا بهیر لا پیاوړی دوام ومومي.

امنیه قومندان شیرعلي "جندالله" د راغلو مشرانو له راتګه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د ولس امنیت او د خلکو ارام ژوند د هر مؤمن شرعي مسؤلیت دی. هغه وویل، د اهل تشیع د ورورګلوۍ، مثبت دریځ او ملي احساس قدرداني کوي، او یووالی او تفاهم د اسلامي ټولنې د ځواک بنسټ وباله.

په پای کې دواړو لورو د دوامداره اړیکو او ګډو همکاريو ژمنه وکړه، څو په ولایت کې د امنیت، ثبات او ورورولۍ فضا لا نوره هم پیاوړې شي.