د میکسیکو په سونورا ایالت کې چاودنې لږ تر لږه ۲۳ تنه وژلي او ۱۱ نور یې ټپیان کړي.
د مکسیکو په شمال لویدیځ «سونورا» ایالت کې د زورورې چاودنې له امله لږ تر لږه ۲۳ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
ځایي چارواکو ویلي، چې د قربانیانو په ډله کې ماشومان هم شامل دي او د پېښې د لامل معلومولو لپاره څېړنې روانې دي. د چارواکو په وینا، چاودنه هغه مهال رامنځته شوې چې ګڼ شمېر کورنۍ په هټۍ کې بوختې وې. د چاودنې شدت دومره و، چې د ودانۍ یوه لویه برخه نړېدلې او اور لګېدلی.
د ژغورنې ډلې ژر تر پېښې وروسته سیمې ته رسېدلې دي او د مړو چې ټپیانو د ایستلو عملیات یې تر نیمې شپې پورې دوام وکړ. عیني شاهدانو ویلي چې د چاودنې غږ په څو کوڅو کې اورېدل کېده او د هټۍ له چت څخه لوګی پورته کېدل.
د سونورا پولیسو ویلي چې تر دې دمه د قصدي برید یا ترهګریز عمل نښې نه دي موندل شوې، خو د پېښې د دقیق علت معلومولو لپاره څېړنې دوام لري.
د ایالت والي د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو، د څېړنو د شفاف پرمختګ لپاره د یوې ځانګړې پلټنې ډلې د جوړېدو اعلان کړی دی.
راپورونه ښيي چې په سونورا ایالت کې له تېرو څو کلونو راهیسې ورته پېښې تکرارېږي، او کارپوهان د عامه ځایونو د برېښنا او ګازو د ناقصو سیسټمونو د څارنې د نشتوالي په اړه څو ځله خبرداری ورکړی دی.


