ټرمپ؛ د اروپايي ټولنې مشران به د اوکراین جګړې په تړاو واشنګټن ته سفر وکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د اروپايي ټولنې یو شمېر مشران به په راتلونکو ورځو کې جلا، جلا ډول واشنګټن ته سفر وکړي. د نوموړي په وینا، دغه سفرونه به د دوشنبې او سېشنبې په ورځو ترسره شي او موخه به یې د روسیې – اوکراین د کړکېچ په اړه خبرې او د جګړې د پای ته رسولو هڅې وي.
ټرمپ چې نیویارک ته له خپل وروستي سفره ستنېده، دا هم وویل چې ډېر ژر به له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره هم خبرې وکړي.