slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د لوګر سیمه‌ییز مسوولین وایي چې د شاوخوا ۳۷ میلیون افغانیو په ارزښت د دغه ولایت د مرکز پل‌علم اړوند شپږو کلیو ته د برېښنا رسونې د یوې نوې پروژې چارې پیل شوې.

د لوګر د برېښنا ریيس مولوي میراحمد ولي هاشمي، د یادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې وویل، دغه پروژه به په راتلونکو شپږو میاشتو کې د ۱۲ ټرانسفرمرونو په نصبولو سره بشپړه شي.

د نوموړي په وینا، د دې پروژې په بشپړېدو سره به ۲ زره او ۵ سوه کورنۍ له وارداتي برېښنا څخه برخمنې شي.

هاشمي زیاته کړه چې د پروژې ټول لګښت د افغانستان برېښنا شرکت له‌ لوري ورکول کېږي او له بشپړېدو وروسته به د پل‌علم ښار ترڅنګ شپږ مهمې سیمې، دارالمعلمین، کرکټ لوبغالي،سټېډیوم، او همدارنګه د شاغاسي، هارون‌خېل او نوآباد شاغاسي سیمې له برېښنا برخمنې شي.

بلخوا، د لوګر ولایت مرستیال والي مولوي محمدانور دین‌پرور په یادو مراسمو کې وویل چې دغه پروژه د لوګر د خلکو لپاره یوه مهمه پرمختیايي لاسته‌راوړنه ده.

نوموړي له خلکو وغوښتل د یادې پروژې په عملي کېدو او  د برېښنا سپما کې له برېښنا ریاست سره هراړخیزه همکاري وکړي.

د سیمې یو شمېر اوسېدونکو هم د دې پروژې د چارو پر پیلېدو خوښي څرګنده کړه او په دې برخه کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

هېره دې نه وي چې تېره اونۍ هم د لوګر ولایت څرخ ولسوالۍ ته د کورنیو چارو وزارت د شاوخوا ۳۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د برېښنا غځولو چارې پيل شوې.