خوست کې د ۴ میلیونه ډالرو په ارزښت د نړیوال ورزشي کمپلکس د جوړېدو چارې پیل شوې
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق نن د خوست ښار په مرکز کې د یو نړیوال او معياري ورزشي کمپلکس د بنسټ ډبره کېښوده. دا کمپلکس به د نجیب تلاش خیریه بنسټ په مالي ملاتړ او د شاوخوا ۴ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت جوړ شي.
د دې کمپلکس د بنسټ ډبرې اېښودو په مراسمو کې د ورزش ادارې مشرتابه، د فوټبال او باسکټبال فدراسیونونو رئیسان، د خوست ولایت سیمهییز چارواکي، پخواني وکیلان، ولسي مخور او ګڼ شمېر ورزشکاران ګډون درلود.
مولوي احمدالله وثیق په خپلو خبرو کې وویل، چې دا پروژه به د خوست ځوانانو ته د سالمې بوختیا زمینه برابره کړي او په دې کمپلکس کې به د هېواد په کچه مهمې ورزشي سیالۍ ترسره شي. نوموړي له خصوصي سکتور، په ځانګړي ډول له نجیب تلاش خیریه بنسټ څخه د ملاتړ او همکارۍ مننه وکړه.
د فوټبال فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر هم د خوښۍ څرګندونه وکړه او ویې ویل، چې له دې وروسته به خوست د ملي او نړیوالو سیالیو کوربه وي. بلخوا د خوست د والي مرستیال مولوي محبوب شاه قانت د ا.ا.ا د راتګ وروسته د ورزش په برخه کې پرمختګونه بېساري وبلل او ټینګار یې وکړ، چې ولسونه د دې سترې پروژې د شفاف تطبیق غوښتونکي دي.
یاد ورزشي کمپلکس به په لس جریبه ځمکه کې جوړ شي، چې پکې د فوټبال، والیبال او ټینس لوبغالي، جمنازیوم، ورزشي جېم او مدرسه شامله ده. ټاکل شوې ده چې ابتدايي کارونه یې په ۱۴ میاشتو کې بشپړ شي.