slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له رامنځته کېدو راهیسې، په ټول هېواد کې د لسګونو استوګنیزو ښارګوټو دوسیې تر بررسۍ لاندې نیولي چې په پایله کې، ۹ ښارګوټي د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمو د شرعي پرېکړو پر بنسټ په بشپړ ډول، امارتي (دولتي) ملکیت اعلام شوي دي.

دا ښارګوټي له ۵۰ زره جریبو څخه زیاتې ځمکې رانغاړي چې د هېواد په څلورو ولایتونو کې موقعیت لري او کمېسیون د هغو د اسنادو او شواهدو له بررسۍ څخه وروسته، د هغو دوسیې د وروستي پرېکړې په موخه اختصاصي محکمو ته استولې وې.

یادو محکمو د دوسیو په دقیقي او بی‌طرفۍ بررسۍ، مشاهدې او د موجودو سندونو او مدارکو په بررسۍ او له اړوندو ادارو څخه د مؤثقو معلوماتو په ترلاسه کولو سره، د دغو ښارګوټو د ټولو ځمکو پر امارتي توب پرېکړه کړې ده.

په کابل کې د ملا تره‌خېل، سردار محمد داوود خان او ملا عزت ښارګوټي، په بلخ ولایت کې د خالد بن ولید ښارګوټی، په غزني کې د حکیم سنایي او نوآباد ښارګوټي او په ننګرهار کې د حاجي قدیر او اسحاق ګیلاني ښارګوټي د هغو ښارګوټو له جملې څخه دي چې امارتي فیصله شوی او د دوی دوسیې بشپړې او د هغو په تړاو پرېکړې نهایي شوې دي.

همدارنګه د همدې مودې په ترڅ کې په کابل کې د آریا، منشي میرغلام، میرویس او حبیب الله ځاځي ښارګوټو د ځمکو ځینې برخې د مرکز زون د اختصاصي محکمې د پرېکړې پر بنسټ امارتي ثابت شوي او کمېسیون د اختصاصي محکمې پرېکړي تطبیق کوي.

په دې موده کې ځینې ښارګوټي هم په بشپړ یا قسمي ډول شخصي تثبیت شوي دي چې په بګرامۍ ولسوالۍ کې د سید جمال الدین افغان او حبیب الله ځاځي ښارګوټي، د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې د منشي میرغلام ښارګوټی او په اتمه ناحیه کې د میرویس ښارګوټی په‌کې شامل دي.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ډاډ ورکوي چې د اړوندو قوانینو او طرزالعملونو پر بنسټ د دغه کمېسیون موخه د امارتي غصب شویو ځمکو استرداد دی. کمېسیون او اړوندې اختصاصي محکمې، د ادعا لاندې ځمکو په اړه په خپلو پرېکړو کې پر باوري اسنادو، شواهدو او معتبرو مدارکو اتکا کوي او دا چې متصرف او غاصب له کوم قوم او سمت څخه وي په پرېکړو کې هیڅ ډول اغیز او ارزښت نه‌لري. 

د یادونې وړ ده چې د تېرو درېو کلونو په ترڅ کې، د یادو ښارګوټو سربېره، په ټول هېواد کې له غاصبینو او غیر شرعي متصرفینو څخه شاوخوا ۴ میلیونه جریبه نوره امارتي ځمکه استرداد شوې ده او د میلیونونو جریبو ځمکو دوسیې د کمېسیون، ولایتي تخنیکي هیئتونو او یا اړوندو اختصاصي محکمو تر کار لاندې دي.