بغلان کې زر جریبه ځمکه د صنعتي پارک لپاره تثبيت شوه
د بغلان ولايت د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو ریاست مسؤلان وايي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه اللّٰه د حکم پر اساس، د صنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره د هېواد په کچه په هر ولايت کې د زر جريبه ځمکې د تثبيت او انتقال په پار د صنعتي پارکونو د جوړولو په موخه بغلان ولايت کې هم د ځمکې تثبيت چارې بشپړې شوې.
سرچينې زياته کړې چې د يادو ځمکو د تثبيت اسناد په رسمي بڼه د ياد ولايات په مقام کې لاسلیک شول چې دغه سندونه به د نورو اجرااتو په موخه مرکز ته واستول شي.
بايد وويل شي چې ياده زر جریبه ځمکه د مرکزي بغلان په چمقلا سیمه کې ځانګړې شوه.