slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې امنیتي سرچینې وايي، چې تېره شپه درې تنه وسله‌وال غله د مجاهدینو له خوا په مخامخ نښته کې وژل شوي .

د غلو یاده ډله د غلا په موخه  یوه کور ته دننه شوي وو، چې د سیمې اوسېدونکي پر وخت له پېښې خبر شوي او امنیتي ځواکونو ته یې خبر ورکړی دی. د چارواکو په وینا؛ امنیتي مسولان ژر د پېښې ځای ته رسېدلي او تر لنډې نښتې وروسته درې تنه غله له منځه وړل شوي دي.

سرچینې زیاتوي؛ له دغې ډلې یو بل کس تښتېدلی چې د موندلو لپاره یې هڅې روانې دي.

د نښتې په پایله کې له وژل شویو کسانو دوه تومانچې، یو پشه ټوپک او یو موټرسایکل د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.