ملګرو ملتونو د هایټي په خونړۍ پېښه کې د ۴۰ کسانو وژل غندلي
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د هایټي په یوه لرې پرتو سیمه کې د وسلهوالو له خوا د ۴۰ کسانو د وژنې او د کلي د سوځولو پېښه وغندله. هغه پر حکومت غږ کړی چې د دې بشري حقونو د سرغړونو عاملان عدالت ته راکاږي.
هایټي د کرېبین په ختیځ کې موقعیت لري او له څو لسیزو راهیسې د سیاسي بېثباتۍ، ناامنیو او تاوتریخوالي له ستونزو سره مخ دی. د ملګرو ملتونو دغه څرګندونې د هېواد په روان وضعیت کې د نړیوالو اندېښنو نښه ګڼل کېږي.