ولسمشر السیسي: په غزه کې د اسرائیلو بریدونو د نسلوژنې بڼه غوره کړې
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي په تازه څرګندونو کې د اسرائیلي ځواکونو پر روانو بریدونو سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې د غزې جګړه نور یوازې یو نظامي عملیات نه، بلکې د فلسطینیانو پر وړاندې "سیستماتیکه نسلوژنه" ده.
السیسي په قاهره کې یوې خبري غونډې ته په خبرو کې ویلي، چې دا جګړه د سیاسی اهدافو یا د یرغمل شوو کسانو د خلاصون لپاره نه ده روانه، بلکې هدف یې د فلسطینیانو محوه کول، لوږه اچول، او د دوی ملي قضیه له منځه وړل دي.
هغه وویل: "مصر به هېڅکله اجازه ورنه کړي، چې فلسطینیان له خپلې خاورې بېځایه شي یا د غزې له تړانګې وویستل شي."
السیسي له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د غزې د خلکو د وژلو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او ژر تر ژره د اوربند، بشري مرستو د رسولو او د بیارغونې لپاره عملي ګامونه واخلي.
د نوموړي په وینا، شاوخوا ۵،۰۰۰ لاریو، چې بشري مرستې لېږدوي، د رفح بندر ته نږدې د مصر په لوري ولاړې دي، خو د اسرائیلي ځواکونو د بندیزونو له امله تر اوسه غزې ته د داخلېدو اجازه نه لري.
بل لور ته، د غزې د روغتیا وزارت راپور ورکړی چې پرون د اسرائیلي پوځ د بمباریو له امله ۸۳ تنه فلسطینیان شهیدان شوي، چې ۵۸ یې یوازې د مرستو د وېش په مرکزونو کې ووژل شول. همداراز، ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له پیل راهیسې، د اسرائیلو لخوا د پیل شوو بریدونو له امله تر اوسه ۶۱،۰۲۰ فلسطینیان شهیدان او نږدې ۱۵۰،۶۷۱ تنه ټپیان شوي، چې لویه برخه یې ښځې او ماشومان دي.