slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د عامې روغتیا وزارت د ماشومانو په تخصصي روغتون اندراګاندي کې د ماشومانو د زړه جراحي او هیموډیالیز څانګې پرانیستلې. چارواکي دا کار د افغانستان د روغتیايي خدمتونو په برخه کې یوه نوې او تاریخي لاسته‌راوړنه بولي.

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د دولتي روغتونونو له لارې د ماشومانو د زړه خلاص عملیات د لومړي ځل لپاره ترسره کېږي، چې دا د فوق تخصصي روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا پر لور یو ستر ګام دی. د هغه په وینا، سره له دې چې په تېرو څو لسیزو کې د روغتیا سکتور ته میلیوني مرستې شوې، بنسټیز بدلون نه و رامنځته شوی، خو اوس اسلامي امارت هڅه کوي په کور دننه خلکو ته اړین خدمات برابر کړي.

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي هم دغه اقدام د هېواد د ځان‌بساینې او د خلکو د روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره مهم وباله. هغه زیاته کړه چې افغان ډاکټران او روغتونونه وړتیا لري، خو د هغوی پر وړاندې د منفي تبلیغاتو مخنیوی او د خلکو باور ترلاسه کول اړین دي.

د روغتیا وزارت د خدمتونو معین مولوي عبدالولي حقاني ماشومان د هېواد ملي پانګه وبلل او د نوو څانګو د پرانیستې هرکلی یې وکړ.

یاده څانګه د ماشومانو د زړه جراحۍ لپاره په عصري وسایلو مجهزه ده او د ۵۰ بسترو وړتیا لري. د افغان ډاکټرانو په لاس د زړه د سوري څو عملیات په بریالیتوب ترسره شوي او په ورځني ډول د دغو عملیاتو د دوام لپاره هم زمینه برابره شوې ده. د هیموډیالیز څانګه به هم له دې وروسته د اړو ماشومانو لپاره منظم خدمات وړاندې کوي.