slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

دد امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د امریکا د پوهنې وزارت دروازې وتړلې. سپینې ماڼۍ د چهار شنبې پر ورځ رسنیو ته خبر ورکړی و،چې ټرمپ به د پوهنې وزارت د بندولو فرمان سبا ( پنجشنبه) لاسلیک کړي. د دې فرمان له مخې به د پوهنې وزارت ټول واکونه د ټرمپ له لوري پر ایالاتونو ویشل شي او له دې وروسته به د امریکا د پوهنې سکتور له یوه غیر متمرکز نظام سره وي.

د امریکا د پوهنې سکتور په اړه  دا پرېکړه څه تصادف نه و، بلکې د محافظه کاره ګوند له اوږدمهاله پلانونو څخه و، چې ټرمپ ورته د عمل جامه ورواغوسته. د امریکا ولسمشر ټرمپ ظاهراً د فرمان د لاسلیک کولو پر مهال ویلي، چې د پوهنې وزارت د امریکا ملي بودیجې ته یو مالي زیان و او هیڅ مثبت اثر یې پر ښوونیز نظام نه درلود.

له دې فرمان سره سم به په امریکا کې د پوهنې سکتور اړونده ټولې چارې ایالتي حکومتونه پرمخ بیایي.