د ننګرهار ولایت د امربالمعروف ریاست مسؤلینو د امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په موخه د شپږ ماده یز فرمان له مخې په شیرزادو ولسوالي کې یوه مېرمن، چې د شدید کورني تاوترخوالي له امله یې غوښتل ځان وژنه وکړي ژغورلې ده.
په دې تړاو د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلین وایي: یاده مېرمن، چې له تېرو شپږو کلونو راهیسې د خاوند د ناوړه چلند له امله د پلار په کور کې اوسېدله او څو ځله یې د ځان وژنې هڅه کړې وه، د مسؤلینو په هڅو د یادې مېرمنې او خاوند تر منځ جوړه وشوه او نوموړې مېرمن له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنه شوه.
بلخوا ځایي اوسېدونکي په سیمه کې د ټولو منکراتو او ناوړه پېښو په مخنیوي کې د محتسبینو کړنې ستایي او ډاډ څرګندوي، چې د ټولنې په سمون کې د محتسبینو تر څنګ ولاړ دي.
د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو په تېره اسد میاشت کې د پلازمېنې کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۱۲۴) بېلا بېلې قضیې حل کړې دي.