پر لبنان د اسراییلي بېپیلوټه الوتکو په برید کې پنځه تنه وژل شوي
د لبنان د عامې روغتیا وزارت تایید کړې چې د اسراییلو بېپیلوټه الوتکو د بنت جبیل ښار په لوېدیځ کې برید کړی چې له امله یې د درېیو ماشومانو په ګډون پنځه تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
لبناني چارواکو دغه برید په کلکه غندلی او هغه یې د ملکي وګړو پر وړاندې ښکاره تیری بللی دی. د هغوی په وینا، په نښه شوي کسان بې دفاع وو او دا ډول بریدونه د نړیوالو بشري اصولو څرګنده سرغړونه ده.
اسراییلي لوري بیا ادعا کړې چې په دغه برید کې د حزبالله یو غړی وژل شوی دی، خو لبناني چارواکي دا خبره ردوي او ټینګار کوي چې قربانیان ټول ملکي وګړي وو.
دغه تازه پېښه د اسراییل او حزبالله ترمنځ د جګړې د پراخېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي، ځکه په وروستیو میاشتو کې د دواړو خواوو ترمنځ سرحدي نښتې او بریدونه ډېر شوي دي.