له کندهاره د سعودي پر لور د سږکال د حاجیانو اوله جوپه روانه شوه.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر څخه سعودي عربستان ته د حج کوونکو د لېږد پروسې د پیل خبر ورکړ.
د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، د کندهار ولایت احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر څخه د سوېل لوېدیځ زون په کچه د حج فریضې اداء کولو په موخه د حج کوونکو د لېږد لومړنۍ الوتنه تېره شپه ترسره او ۳۴۶ تنه حج کوونکي سعودي عربستان ته ولېږدول شول.
همدا راز د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ډاډ ورکړی چې دوي په ټولو نړیوالو هوايي ډګرونو کې د حج کوونکو د خوندي لېږد لپاره بشپړ چمتووالی لري.