slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ایران دولتي رسنۍ صداوسیما له ټولو ایراني وګړو غوښتي، چې د «وټس اپ» پیغام‌رسوونکی اپلیکېشن له خپلو ګرځنده ځیرک ټلیفونونو څخه پاک کړي. یادې رسنۍ ادعا کړې، چې دا اپلیکېشن د کاروونکو معلومات راټولوي او د اسراییل په واک کې یې ورکوي.

وټس اپ چې د فېسبوک او انسټاګرام د مالک له شرکت «میټا» سره تړاو لري، د دغو تورونو په ځواب کې یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي: «موږ اندېښمن یو چې دا ناسم راپورونه ښايي زموږ د خدمتونو د بندېدو لپاره پلمه شي، په داسې حال کې چې اوس خلک تر بل هر وخت ډېر زمونږ چوپړتیاوو ته اړتيا لري

دا شرکت ټینګار کوي، چې عمومي پټو تورو د سیسټم (end-to-end encryption) له لارې د پیغامونو محرمیت خوندي ساتي او هېچا ته، ان خپله وټس اپ ته دا وړتیا نه ورکوي، چې د کاروونکو پیغامونه ولولي

په اعلامیه کې همداراز راغلي: «موږ د کاروونکو دقیق ځای نه تعقیبوو، د هغوی د اړیکو راپورونه نه ساتو، شخصي پیغامونه نه څارو او ټولییز معلومات هم هېڅ دولت ته نه ورکوو

د یادولو وړ ده، چې وټس اپ اپلیکېشن له ډېرو کلونو راهیسې په ایران کې یو له خورا مشهورو پیغام‌رسوونکو څخه دی، چې د ایران حکومت د ۱۴۰۱ کال د اعتراضي خوځښتونو پر مهال دا اپلیکېشن او ګوګل‌پلې بند کړي وو، خو دا بندیزونه د تېر کال په پای کې لېرې شول.

سره له دې، زیات شمېر ایرانیان لا هم د «وي پي اېن» او نورو فیلتر ماتوونکو له لارې دې شبکو ته لاسرسی لري.