slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

نن سه شنبه د ننګرهار ولایت امنیه قومندان مولوي محمد فرید عمر صاحب ددې ولایت لعلپورې ولسوالۍ ته سفر وکړ او د یادې ولسوالۍ امنیتي چارو ارزولو تر څنګ یې د ولسي خلکو سره د هغوي د ستونزو او مشکلاتو په تړاو ولیدل او د حل ډاډ یې ورکړ. امنیه قومندان محمد فرید عمر صاحب د لعلپورې ولسوالۍ د  امنیه قومندانۍ د مسولینو او مجاهدینو  سره ولیدل او د هغوي د امنیتي چارو ارزونه یې وکړه. ښاغلي عمر صاحب مسولینو او مجاهدینو ته د ولسونو سره د لا ښه چلند او د ښه امنیت تامین کولو  په برخه کې یې لازمې سپارښتنې وکړې او په امنیتي برخه کې  د شته پلانونو د ښه تطبیق امر وکړ. د لعلپورې ولسوالۍ مسولینو او مجاهدینو د امنیه قومندان مولوي محمد فرید عمر صاحب ته ډاډ ورکړ چې لا ښه خدمت ته چمتو دي. دوی د عمر صاحب څخه په ګڼو برخو کې غوښتنې وکړې او  په  امنیتي برخه کې یې خپلې لاسته راوړنې هم د هغه سره شریکې کړې. امنیه قومندان فرید عمر صاحب د یادې ولسوالۍ د مسولینو او مجاهدینو  لاسته راوړنې وستایلي او ډاډ یې ور کړ چې شته غوښتنو ته به یې پر وخت رسیده ګي وسي. مولوي محمد فرید عمر صاحب په پای کې وویل چې زمونږ مسؤلیت ولسونو ته ښه امنیت  تأمینول دي چې مجاهدین باید خپلې وظیفې په ایماندارۍ سره اجرا کړي، تر څو ولسونه مو ارام ژوند وکړي. د ننګرهار ولایت امنیه قومندانۍ ویاند حافظ مولوي عبدالبصیر زابلی