slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

فلسطیني چارواکي وایي، اسراییلي ځواکونو د غزې په ښار کې لږ تر لږه ۳۰ استوګنیزې ودانۍ ویجاړې کړې او زرګونه اوسېدونکي یې له خپلو کورونو د وتلو لپاره اړ کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جګړې د راتلونکي په اړه د خبرو لپاره په همدې مهال اسراییل ته تللی دی.

اسراییلي چارواکو خبرداری ورکړی چې د یو میلیون وګړو د استوګنې دغه ښار د نیولو پلان لري، چې د حماس د وسله‌والې ډلې د بشپړې له منځه وړلو د ستراتیژۍ برخه ګڼل کېږي. هممهاله، د حماس پر مرکزونو د اسراییل بریدونه هم پراخ شوي دي.