د ملګرو ملتونو امنیت شورا به سبا د افغانستان په هلکه غونډه وکړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان کړی چې سبا (چهارشنبه) به د افغانستان په اړه غونډه وکړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي چې په دې ناسته کې به د افغانستان په تړاو درې میاشتنی راپور وړاندې شي.
په بیانیه کې راغلي چې په دې ناسته کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د یوناما مشره روزا اوتونبایوا د افغانستان په تړاو خپل وروستی راپور وړاندې کړي.
سرچینې لیکلي چې یاده غونډه سبا چهارشنبه د نیویارک پر وخت ۱۰:۰۰ بجې ترسره کېږي.
د یادولو ده چې په افغانستان کې به د روزا اوتونبایوا ماموریت په روانه سپټمبر میاشت کې پای ته ورسېږي.