slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د روزګان ولایت د امنیې قوماندانۍ اړوند د لومړۍ او پنځمې امنیتي حوزې زړورو ځواکونو د مرکز ترینکوټ په مربوطاتو کې د کشفي معلوماتو پر اساس عملیات ترسره کړل چې په پایله کې یې د وسلو او مهماتو یوه مهمه زېرمه ترلاسه شوه.

د امنیې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، په دې عملیاتو کې لاندې توکي ترلاسه شوي دي:

  • ۵ میله کلاشنکوفونه

  • ۱ میل راکټ

  • ۲ بې‌صدا توفنګچې

  • ۲ مګاروف توفنګچې

  • ۳ حلقې ورځني دروبینونه

  • ۲ سټلایټ ټلیفونونه

  • ۲ حلقې مخابرې

  • ۱۲ عدده شاجورونه

  • ۱۴ فیره د نارنجک مرمۍ

  • ۲ عدده چانټې

  • ۱ شرید بکسه

  • ۱ لاس کمپیوټر

  • ۵۰۰ فیره مختلف النوعه مرمۍ

  • او ګڼ شمېر نور نظامي توکي

امنیتي ځواکونو په دې تړاو درې تنه نیولي دي چې تر پلټنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

د سرچینو په وینا، څه موده وړاندې هم امنیتي ځواکونو په مرکز ترینکوټ کې ورته عملیات ترسره کړي وو چې په پایله کې یې د وسلو او مهماتو یوه بله لویه محموله په لاس ورغلې وه.