slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د مالیې وزارت خپره کړې خبرپاڼه وايي، چې د ګمرکونو او عوایدو معین عبدالمتین سعید نیمروز او فراه ولایتونو ته سفر کړی او هلته یې د یادو ولایتونو له مستوفیت او ګمرک څخه لیدنه کړې.  خبرپاڼه وايي، چې ښاغلي سعید په دې  سفر کې د فراه ولایت له والي او په‌دې ولایت کې د نفتي  موادو د څارنې ریاست له مسولینو سره هم لیدنې کتنې لرلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې ښاغلي سعید د نیمروز ولایت له کمیسارۍ  څخه هم لیدنه وکړه او د یادو ولایتي برخو مسولینو ته یې په ځینو لازمي ټکو سپارښتنه کړې.

ښاغلي سعید د ولایتي مسئولینو ستونزي هم اورېدلې دي او ورته یې د اصولي رسېدني ډاډ ورکړی.

د یادولو ده، چي د ګمرکونو او عوایدو معین بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه کوي؛ ترڅو د یاد معینیت د اړوندو ادارو له چارو څخه د لیدني تر څنګ د هيوادوالو ستونزي هم له نږدې واوري او پر ټاکلي وخت رسېدنه ورته وکړي.