د شمالي کارولینا په یوه شرابخونه کې د ډزو په پایله کې درې مړه او نهه تنه نور ټپیان شوي دي.
د امریکا د شمالي کارولینا په یوه ساحلي سیمه کې له یوې کېښتۍ پر یوه شرابخونه ډزې شوې دي چې درې کسه یې پکې وژلي او نهه نور یې ټپيان کړي دي.
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې په برید کې درې کسان وژل شوي او لږ تر لږه اته تنه نور ټپیان شوي دي. بریدګر له کښتۍ وروسته له سیمې تښتېدلی او د پولیسو تر څار لاندې دی، خو لا تر اوسه نه دی نیول شوی.
د ښاروالۍ چارواکو تر پېښې وړاندې پر فیسبوک خلکو ته خبرداری ورکړی و چې د احتمالي ګواښ له امله دې په خپلو کورونو کې پاتې شي.