د تاجکستان ۳۰۰۰ ټنه بشري مرستې کندز ته ورسېدې
د کندز ولایت مرستیال، مولوي حبیب الرحمن صهیب، د مرستو د سپارلو په مراسمو کې د تاجکستان د حکومت له دې ګام څخه مننه وکړه او ویې ویل چې مرستې به یوازې هغو کورنیو ته ووېشل شي چې د وروستیو طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې دي. نوموړي ټینګار وکړ چې د وېش بهیر به شفاف او منظم ترسره شي. د تاجکستان د ولسمشر ځانګړي استازي شریف سلطانزاده په خپلو څرګندونو کې وویل، په دې مرستو کې خوراکي توکي، درمل، کالی او ساختماني وسایل شامل دي. ده زیاته کړه چې دا مرسته د دواړو ګاونډیو هېوادونو د ورورولۍ او کلتوري اړیکو د لا پیاوړتیا نښه ده. د چارواکو په وینا، دغه توکي به یوازې په کندز کې نه وېشل کېږي، بلکې د هغو نورو ولایتونو اغېزمنو سیمو ته به هم ولېږدول شي چې د وروستیو زلزلو او سېلابونو له امله تاواني شوي دي.د تاجکستان له خوا د ۳۰۰۰ ټنو بشري مرستو ستر کاروان د شیرخان بندر له لارې افغانستان ته داخل او کندز ولایت ته ورسېد. دغه مرستې په ۹۰ لویو موټرو کې انتقال شوې دي.