slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کندهار ولايت د پوليسو وياند ملا اسدالله جمشيد وايي، د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري په تېره یوه اونۍ کې د نشه یي توکو پر ضد ۵۴ بريالي عملیات ترسره شوي دي.

د جمشيد په وينا په دغو عملياتو کې د ۸ تنو تورنو د نيول کېدو ترڅنګ؛څه اندازه نشه يي توکي او ۵ سیټه غلا شوي موبایلونه هم نیول شوي دي. 

همدا راز په یادوو عملیاتو کې ۸ جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې او ۱۱۴ تنه په نشه یي توکو روږدي کسان د درملنې په موخه روغتون ته ورپېژندل شوي دي.