slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د افغانستان او هند د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ نن د دریو شل اوریزو سیالیو لومړۍ لوبه ترسره کېږي. ټاکل شوې دغه لوبه نن ماښام د کابل پر وخت ۵ بجې د هندوستان په موهالي ښار کې ترسره شي. په دغو سیالیو کۍ افغان ستوری راشد خان د عملیاتو د ترسره کولو له امله او د هند تکړه توپوهونکې ویرات کوهلي د کورنیو ستونزو له امله یوازې په نننۍ لوبه کې نشته او ټاکل شوې په دوو نورو لوبو کې ولوبېږي. افغانستان تر دې دمه له هند سره په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې څلور ځلې مخ شوی چې ټولې یې هند ګټلې دي. افغان لوبغاړي هند ته رسېدلي، تمرینات یې کړي او تمه کېږي چې له هند څخه لوبه وګټي. هېره دې نه وي چې د یادې لوبلړۍ دویمه لوبه به د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۴ نېټه ترسره شي.