پنجشېر کې سلګونو بزګرانو ته سپینه سره وېشل شوې
د پنجشېر د کرنې، اوبولګولو او مالدراۍ ریاست د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې په مرسته د دغه ولایت په مرکز بازارک کې ۸۰۰ بزګرانو ته سپینه سره ووېشله. د یاد ریاست مشر قاري فضل الله دیوبندي ویلي د وېش په دغه پروګرام کې یې هر بزګر ته یوه بورۍ سپینه سره ورکړې ده. نوموړي ویلي، چې د کرنیزو توکو د وېش له دغې پروسې څخه یې موخه د دغه ولایت کرنیز سیستم پیاوړي کول دي. د یاد ولایت بزګران د اسلامي امارت له دغه ډول مرستو خوښ دي او د ورته امکاناتو د لاډېرولو غوښتنه کوي.