د هلمند د امنیې قومندانۍ منسوبین وايي چې لښکرګاه کې یې د ښاري نظم او ترافیکي اصولو د پلي کېدو په موخه کمپاين کړی.
د هلمند ولایت د امنیه قوماندانۍ د ترافیکو مدیریت مسؤلینو له لوري د لښکرګاه ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې د ښاري نظم او ترافیکي اصولو د ټینګښت په موخه ځانګړی کمپاين شوی.
یاد کمپاين د ترافیکو د تنظیم آمر ملا عبدالرؤف رهبر تر مشرۍ لاندې د هوایي ډګر اړوند سیمه کې د کنټرول چک پواینټ په پرانیستلو سره عملي شو. د دې کمپاين پر مهال د وسایطو ۱۹ لیزري څراغونه (بتۍ) لرې کړل شول او همدارنګه د هغو موټرسایکل چلوونکو مخه ونیول شوه چې د ترافیکي اصولو خلاف یې په خپلو وسایطو کې غیرقانوني بدلونونه کړي وو.
د ترافیکو مدیریت مسؤلین ټینګار کوي چې هېڅ چلوونکي ته به اجازه ورنکړل شي چې د ترافیکي قوانینو خلاف عمل وکړي او د خلکو ژوند له خطر سره مخ کړي. د دوی په وینا، دغه کمپاين به تر هغې روان وي څو د وسایطو د چلولو اصول او قوانین په بشپړ ډول پلي شي.