slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کورنیو چارو وزیر الحاج خلیفه سراج الدین حقاني په کابل کې د چین د ځانګړي استازي یوي شیایونگ او د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق او ورسره مل پلاويو سره وکتل.
یاده ناسته د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ډیالوګ د پنځمې ناستې د موضوعاتو د تعقیب، راتلونکې شپږمې ناستې، د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د پنځمې غونډې، او د دری واړو هېوادونو تر منځ د سیاسي او اقتصادي  همکاریو د پراخولو په موخه ترسره شوه.
د کورنیو چارو وزارت چارسمبال وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د سیمې هېوادونو تر منځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې د اسلامي امارت له نظره، د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا او سیمه‌ییز تفاهم د متقابل درناوي او تعامل له لارې تر لاسه کېدای شي.
د چین او پاکستان ځانګړو استازو افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او  پر متقابل تعامل ولاړو اړیکو د لا پیاوړتیا ژمنه تازه کړه.
همدا ډول یې موافقه وکړه چې د دری واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ډیالوګ شپږمه ناسته به د یاد میکانیزم د تسلسل په توګه، په کابل کې ترسره شي.