د کور او ښار جوړولو وزارت؛ کابل کې د ماستر پلان پر بنسټ د ښاري ساحو څارنه وشوه.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست د رئیس مولوي عبدالمنان حقاني په وینا، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د کابل ښار د ماستر پلان (د ښار د ډیزاین چارچوب پلان) له مخې د قوايي مرکز له درې لارې څخه تر دهن باغ پورې سیمه وڅارله.
ښاغلي حقاني وویل چې د څارنې په بهیر کې په دویمه ناحیه کې هغه سیمې وکتل شوې چې د ماستر پلان له مخې د لوړپوړو ودانیو د کارونې لپاره ځانګړې شوې دي. د څارنې پایلې ښیي چې په ټاکل شوې سیمه کې هېڅ ډول ښاري تخلف شتون نه درلود او ټول ساختماني چارې د ماستر پلان له اصولو سره سم پر مخ روانې وې.
د کور او ښار جوړولو وزارت ټینګار کوي چې د کابل ښار د منظم پرمختګ او د ودانیزو چارو د قانوني چوکاټ د پلي کېدو په موخه، د ماستر پلان پر بنسټ له ښاري ساحو منظم او دوامداره څارنه کوي.