slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کندهار د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې له دې ولایته تازه هند ته پینځه اویا مټریک ټنه هوږه صادره شوې.

د دې ریاست ویاند محمد حنیف حقمل له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دا هوږه د کندهار د بېلابېلو ولسوالیو له کروندو ټوله شوې وه، چې د ایران تجارتي بند؛ چابهار له لارې به هند ته ورسېږي.

وروسته له هغې چې پر افغان سوداګرو د واګه بندر لاره بنده شوې اوس دوی خپل اموال د ایران د چابهار له لارې هند ته استوي. 

د یادولو ده، چې یوه اونۍ وړاندې د همدې چابهار له لارې ۱۲۵مټریک ټنه مڼې هم له همدې لارې هندې ته ولېږل شوې.